اسلام آباد۔26مئی(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف بن سعيد المالكي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د رېلوے وزیر حنیف عباسی او سعودي سفير د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكو لا مضبوطولو په حاجت زور راوړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه همكارۍ او د سرمايه كارۍ …
وفاقي وزير حنيف عباسي سره د سعودي سفير نواف بن سعيد احمد المالكي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔26مئی(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف بن سعيد المالكي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د رېلوے وزیر حنیف عباسی او سعودي سفير د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكو لا مضبوطولو په حاجت زور راوړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه همكارۍ او د سرمايه كارۍ په موقعو هم خبرې وشوې۔ د رېلوے وزير سعودي عربستان سره د رېلوے په څانګه كښې د مرستې زياتولو خوښي ښكاره كړه۔ د رېلوے وزير په رېلوے سېكټر كښې د مرستې ٬ سرمايه كاري او تجارتي اړيكو په زياتولو زور راوړو۔ په دې موقع دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له په ګډه د هڅو په كولو اتفاق وكړے شو۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د اولس خېر ښېګړې له په شريكو منصوبو خبرې هم وشوې۔ د رېلوے وزير سعودي سفير ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ دغسې سعودی سفیر د پاكستان په پرمختګ او دوه اړخيزه مرسته كښې خوښي ولرله










