
كوئټه۔26 مئ (اے پي پي) ګورنر خېبر پښتنوخوا فېصل كريم كنډي د بلوچستان اسمبلۍ دوره وكړه او د غونډې كاروايې يې وكتله۔ د ګل په ورځ ګورنر د بلوچستان لنډ مهاله كورنر كېپټن (ر) عبدالخالق اچكزئي او د پېپلز پارټي لارښود مير چنګېز جمالي هم ده سره وو۔ د بلوچستان اسمبلۍ ته په رسېدو وزيراعلې مير سرفراز بګټي ٬ ډپټي سپيكر غزاله ګوله او د پاكستان مسلم ليګ ن سردار عبدالرحمان كېتهران د ګورنر خېبر پښتونخوا ٬ د لنډ مهاله ګورنر او د چنګېز جمالي هر كلے وكړو۔ ده ووئېل ټول بلوچستان دړدمند دے ٬ په داسې وخت كښې د ګورنر راتګ او زمونږ په غم كښې ګډون كولو ته د بلوچستان اسمبلۍ له خوا هر كلے وايو۔۔