د خيبر پښتونخوا ګورنر د سي ايم ايچ كوئټه دوره ، په خضدار بس بريد كښې د ژوبل شوو ماشومانو تپوس پوښتنه

کوئټه۔ 26 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ګل په ورځ د سي اېم اېچ كوئټه دوره وكړه او دغلته يۍ د خضدار اے پي اېس په بس بريد كښې د ژوبل شوو كوچنيانو تپوس پوښتنه وكړه۔ د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي او پخوانے وفاقي وزير میر چنګېز جمالی هم ده سره ملګري وو۔د خېبر پښتونخوا ګورنر كوچنياننو له مينه وركړه او د هغوي تپوس پوښتنه يۍ وكړه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر ژوبل ماشومانو ته حوصله وركړه او د هغوي زر روغتيا له يۍ دعا وكړه۔ دغسې په دې موقع د روغتون انتظاميې له خوا ګورنر او د بلوچستان وزيراعلی ته ژوبل شوو كوچنيانو له د وركړې كېدونكو آسانيو په اړه بريفنګ وركړو۔