د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان په چين كښې د 9م سلك روډ انټرنيشل ايكسپو دوره

اسلام آباد۔26 مئی(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سیدال خان په چين كښې د 9 م سلک روډ انټرنېشنل اېکسپو دوره وكړه۔ ده په نندارتون كښې د بېلو سټالونو معائنه وكړه او په اېكسپو كښې ګډون كوؤنكو نړيوالو پلاويو سره يۍ ملاقاتونه وكړل۔ دوهم چيئرمېن په دې موقع ووئيل د پاكستان او چين ملګرتيا د هر ازمېښت په وخت كره ثابته شوې او دواړو هېوادونو په هر يو سخت …

اسلام آباد۔26 مئی(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سیدال خان په چين كښې د 9 م سلک روډ انټرنېشنل اېکسپو دوره وكړه۔ ده په نندارتون كښې د بېلو سټالونو معائنه وكړه او په اېكسپو كښې ګډون كوؤنكو نړيوالو پلاويو سره يۍ ملاقاتونه وكړل۔ دوهم چيئرمېن په دې موقع ووئيل د پاكستان او چين ملګرتيا د هر ازمېښت په وخت كره ثابته شوې او دواړو هېوادونو په هر يو سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې ده۔ ده ووئيل دفاع ٬ توان ٬ انفراسټركچر ٬ مواصلات٬ آئي ټي او نورو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې سره ستراتيجيكي همكاري لا مستحكمېدې شي۔ ده ووئيل چين – پاك اقتصادي راهداري نه يوازې د دوه اړخيزه پرمختګ ضمانت وركوي بلكې ټولې منطقې لپاره د اقتصادي بدلون سبب هم ګرځي۔ دوهم چيئرمېن د نندارتون د اعلی معيار او د چين د پرمختيائي هڅو ستائنه كولو سره ووئيل داسې نړيوال پلېټ فورمز همكارۍ او تجارتي تړون ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي

مزید خبریں