پېښور 26 مئی (اے پی پی) پېښور كښې د ټرافېك مسئلو حل لپاره په لاهورۍ او رامداس كښې د انډر پاسز جوړولو پريكړه وكړې شوه۔د خېبرپښتونخوا دج منصوبه بندۍ او پرمختګ محكمې له مخې د خېبرپښتونخوا حكومت دننه ښار پېښور كښې د زيات شوي ټرافيك فشار كمولو او وګړو ته آسانۍ وركولو لپاره دوه مهمو ځايونو باندې د انډرپاسز جوړولو پريكړه كړې ده ۔لاهورۍ او رامداس بازار چوك كښې د انډر پاسز جوړول به راتلونكو پرمختيائي پروژو كښې شامل كړېے شي كوم به چې په ترجيحي بنيادونو پېل كولې شي