صدر مملكت آصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا کښې د هند په ملاتړ د 9 خوارجو په وژلو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا کښې په درې بیلا بیلو عملیاتو كښې د هند په ملاتړ د 9 خوارجو په وژلو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د ترهه ګرو تر بشپړ ختمولو به د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري ۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کښې د 9 خوارجو ترهه ګرو د وژلو لپاره د امنیتي ځواکونو بهادري وستائله ۔ ده ووئيل د ترهه ګرو تر بشپړه ختمولو به د امنیتي ځواکونو عملیات روان وي ۔ ده ووئيل د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د هند په ملاتړ كښې د ترهه ګرو ختمولو لپاره كامياب كاروائي خوشبينه دي ۔ صدر مملكت ووئيل د ترهه ګرو عناصرو ختمولو او د هېواد د دفاع لپاره زمونږ عزم غير متززل دے ۔ صدر مملكت د خوارجو د بشپړه ختمولو لپاره د قومي عزم پخلے وكړو۔