اسلام آباد 27 دسمبر(اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د هېواد معاشي پرمختګ لپاره سيمه ايز امن لازم دے٬ د پاكستان او چين اقتصادي لارې سره په منطقه كښې ستراتېژيكي اهميت زيات شوے۔ د راډيو پاكستان له مخې ده دا خبرې په مكه مكرمه كښې بېلا بېلو پلاؤو سره د خبرو په مهال كړې دي۔ احسن اقبال ووئيل چې د پاكستان او چين اقتصادي لارې سره د پاكستان ذمه وارې زياتې شوې دي۔ ده ووئيل چې د توان او د بنيادي ودانې نويو پروژو سره به اقتصادي چارو وده وكړي۔ ده ووئيل چې پاكستان تر كال 2025م د نړۍ په لويو 25 معيشتونو كښې د شاملېدو صلاحيت لري۔ حكومت د ځوانانو مالي مرسته كوي چې دغسې دوي په قومي پرمختګ كښې د كردار ادا كولو جوګه كړې شي۔