د ريل ګاډي مزل د باور وړ او ترجيحي جوړولو لپاره هڅې كوو۔وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي

اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنیف عباسي د پاکستان رېلوے جديد ، د باور وړ ګرځولو او د مسافرو لپاره دوستانه ترانسپورټي وسیلو كښې د بدلولو لپاره د حکومت حكومتي عزم خپلے كړې ۔ د اتوار په ورځ د مارګله رېلوے سټیشن دوره كولو په مهال ده ووئيل د ريل ګړې مزل د باور وړ او ترجيحي جوړولو لپاره هڅې كوو۔د دورې په مهال وفاقي وزیر د مجموعي اسانیو جاج واخست او مسافرو او کارمندانو سره یې خبرې اترې وکړې۔د دورې په مهال حنیف عباسي د سټېشن په خوا كښې د صفائي بشپړه معاینه وکړه او د عملے هڅي ئې وستائلي۔محمد حنیف عباسي په په مجموعي توګه په پلیټ فارم کښې د او ګاډي هر کوچ معاینه وکړه او د مسافرو د آسانيو جاج ئې واخست ۔ ده د مسافرو سره هم خبرې اترې وکړې، د هغوي ګيلي او د رېلوے خدماتو په اړه ئې وړاندیزونه په غور سره واوريدل ۔وفاقي وزير د مارګله سټیشن تفریحی سهولیات معارفي كولو منصوبو اعلان کولو سره ووئيل د سټېشن د سباؤن د پرمختګ برخي په توګه په خصوصی ډول ډیزائن کړې شوي په پبلك ریستوران هم غور روان دې۔