
اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني وئيلي دي چې پاکستان د افریقائي هېوادونو سره د ورورولۍ خپلو اړیکو ته د قدر په سترګه ګوري۔زمونږ تاریخ په شريك باور، احترام او مرسته اډانه دے ٬د وخت تقاضا ده چې دا اړیكښې نورې هم قوي او مستحكمي شي٬ د پارلماني کچې اړیکو ته وده ورکولو پاکستان خاص پام لرنه كوي ۔د سېنېټ سکرټریت ميډيا ډایریکټورېټ له خوا په جاري شوې اعلامیه كښې د سېنېټ چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د افریقا د ورځې په مناسبت د افریقایي براعظم ټولو قامونو ، مشرتابه، پارلمانونو او وګړو ته مبارکي وركړه ٬ د سېنېټ چئيرمېن په وضاحت سره ووئيل چې د پارلماني کچې اړیکو ته وده ورکولو د پاکستان خاص پام لرنه كوي ۔ ده ووئيل چې پاکستان غواړي د افریقائي هېوادونو سره په مهمو څانګو لکه چې تعليم ، سوداګرۍ، طب، زراعت او مامول حفاظت كښې شراکتدارۍ ته وده ورکړي۔د سېنېټ چئيرمېن د افریقایي ائتلاف له خوا د براعظمي اتحاد او پرمختګ لپاره د روانو هڅو ستائنه وکړه او ویې وئیل چې افریقائي قامونه د نړیوال امن ، بشري وقار او انصاف په وده كښې مهم كردار ترسره كوي كوم چې د ستاینې وړ دی۔سید یوسف رضا ګیلاني د دې عزم څپلے وكړو چې د پاکستان سېنېټ به د حکومت ” لك افریقا ” (Look Africa) او “انګيج افریقا ” (Engage Africa) پالیسیو لاندې د افریقائي سيمي سره د اوږدې مودي او كوټلي شراکتدارۍ ته وده وركولو كښې هر ممکن مرسته كوي ۔