د پاك پوځ مړانه او زرورتيا د نړۍ په کچه ستائیلې شوي ٬ د پاکستان او هند د جنګ په مهال قوم او سیاسي ګوندونو د لوئ اتحاد څرګندونه كړي۔سید یوسف رضا ګیلاني

لاهور 25 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني وئيلي چې د پاک پوځ مړانه او زړورتیا په ټوله نړۍ كښې ستائیلې شوې ده٬وسله والو ځواکونو د هند د بريدونو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړې٬ د پاکستان او هند د جنګ په مهال پاکستاني قوم او سیاسي ګوندونو د لوئ اتحاد څرګندونه كړي ٬ ټوله نړۍ د پاکستان تګلاره او صبر او تحكل ستائي ٬ په بجټ …

لاهور 25 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني وئيلي چې د پاک پوځ مړانه او زړورتیا په ټوله نړۍ كښې ستائیلې شوې ده٬وسله والو ځواکونو د هند د بريدونو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړې٬ د پاکستان او هند د جنګ په مهال پاکستاني قوم او سیاسي ګوندونو د لوئ اتحاد څرګندونه كړي ٬ ټوله نړۍ د پاکستان تګلاره او صبر او تحكل ستائي ٬ په بجټ كښې باید عامو وګړو ته زياتي آسانۍ وركړې شي ۔ ده دا خبري د اتوار په ورځ په ایکسپو سنټر كښې انټرنېشنل سولر انرجی میټ نندارتون دورې په مهال ميډيا سره خبرو كښې وكړي ٬ په دې موقع د لاهور چیمبر اف کامرس او انډسټري صدر میا ابوذر شاد هم موجود وو ۔سید یوسف رضا ګیلاني ووئيل چې مونږ ټول پاکستاني قوم ، بهرنیو پاکستانيانو، صدر آصف علي زرداري، وزیراعظم محمد شهباز شریف، پوځي مشرتابه او ټولو سیاسي ګوندونو ته مبارکي وایو كوم چې په يو فليټ فارم راجمع كيدو سره د مثالي يووالي څرګندونه كړي او د هندي جارحيت پھ ضد جنګ كښې ئې كاميابي ترلاسه كړي ٬ ده زياته كړه چې اټومي قوت لرلو باوجود پاکستان د جنګ په مهال د ډېر زغم څرګندونه كړي او د هند د بريدونو په ضد ئې داسې ستراتیجي جوړه كړي چې په ټوله نړۍ كښې د پاکستان ښه ستراتیجي او زغم ستائیل کیږي،د كوم ټول کریډیټ چې حکومت، د وسله والو ځواکونو مشرتابه او ټولو سیاسي ګوندونو ته ترلاسه دې ۔سید یوسف رضا ګیلاني ووئيل چې پاکستان یو امن ه خوښی هېواد دی او سیمه كښې د امن فضا په ځائې ساتلو لپاره عمر له د ټولو ستونززو د حل لپاره د مذاکراتو لاره غوره کړې ده او چرې ئې ههم داسې ګام نه دی پورته کړی چې د دې سیمې د خلکو د تباهۍ سبب وګرځي ۔د بلوچستان د ترهه ګرۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب كښې د سېنېټ چئيرمېن ووئيل چې د سېنېټ چئيرمېن په توګه مې په واضح ډول وئيلي چې په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ او په ولایت كښې د بد امنۍ په خپرولو كښې د هند لاس دی٬ په دې اړه په بال یووډ كښې په ډاکټر من موهن سنګ د “اېکسیډنټل پرایم منسټر” په نوم یو فلم هم جوړ شوی و، چې وروستو هند د سیاچن، کشمیر او بلوچستان د داخلي مسئلو په اړه خبرو اترو ته چمتو شوې ؤ۔

مزید خبریں