
اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) د پاکستان د پولیو مخنيوي پروګرام د اتوار په ورځ د روان کال دریم قومي پولیو مخنيوي کمپاین په رسمي توګه پیل کړې۔ نېشنل ايرمجنسي آپرېشن مرکز (NEOC) کښې د پرانستې په دستوره كښې د وزیر اعظم د پولیو مخنيوي فوكل پرسن عایشه رضا فاروق د پولیو پروګرام كور ګروپ غړو او نړيوالو ادارو شراكت دارو سره ګډون وكړو او د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته یې د پولیو مخنييوي څاڅکي ورکړل او د وټامن اے (A) اضافي خوراك ورکولو سره یې د کمپاین پرانیسته وکړه۔ دا کمپاین د هېواده څخه د پولیو ختمولو لپاره د پاکستان حکومت د قوي كلك عزم او تسلسل یوه عملي څرګندونه ده۔دغه قومي پولیو مخنيوي کمپاین به د 26 مئي څخه پېل كيږي، چې پكښې به د پنځو کلونو څخه کم عمره 4 كروړه 50 لكهه څخه زياتو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولې شي ۔ دا کمپاین په پاکستان کښې د پولیو وائرس مخنیوي او د 2025 تر اختتام د دې رنز بشپړه ختمولو پلو يو مهم ګام دی۔