وزیر اعظم محمد شهباز شریف د څلور هېوادونو دورې په وړومبي پړاؤ کښې ترکیې ته لاړو

اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د څلور هېوادونو دورې په په وړومبي پړاؤ کښې ترکیې ته لاړو ۔ د وزیراعظم شهباز شريف سره نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطا الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي ملګري دي ۔د وزیراعظم دفتر د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې وزیر اعظم محمد شهباز شریف …

اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د څلور هېوادونو دورې په په وړومبي پړاؤ کښې ترکیې ته لاړو ۔ د وزیراعظم شهباز شريف سره نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطا الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي ملګري دي ۔د وزیراعظم دفتر د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې وزیر اعظم محمد شهباز شریف به د 25 نه تر 30 مئي د ترکیې، ایران، اذربایجان او تاجکستان په دوره وي۔وزیر اعظم به د دغه هېوادونو لارښودو سره دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایز او نړیوال اهمیت پر مسئلو خبرې اترې كوي ۔ هغه به د هند سره د اوسني بحران په مهال د ملګرو هېوادونو لخوا پاکستان سره په شوې ملاتړ هم مننه كوي ۔وزیر اعظم به په 29 او 30 مئي د تاجکستان په دوشنبې ښار کښې د ګلیشیرز په اړه په نړیوال کنفرنس کښې هم ګډون كوي۔

مزید خبریں