اسلام اباد 24 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د جمعیت علمائے اسلام بلوچستان مشر او پخواني سناتور اسماعیل بلیدي لیدلي دي۔ د خالي په ورځ په اسلام اباد کښې په ګورنر آفس کښې د ملاقات په مهال د هېواد په اوسني سیاسي وضعه ، د بلوچستان په عمومي وضعه او د شريكې خوښي په چارو تفصیلي خبرې وشوې۔ دواړو مشرانو په خضدار کښې …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره پخواني سناتور اسماعیل بلیدي وليدل

مزید خبریں
اسلام اباد 24 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د جمعیت علمائے اسلام بلوچستان مشر او پخواني سناتور اسماعیل بلیدي لیدلي دي۔ د خالي په ورځ په اسلام اباد کښې په ګورنر آفس کښې د ملاقات په مهال د هېواد په اوسني سیاسي وضعه ، د بلوچستان په عمومي وضعه او د شريكې خوښي په چارو تفصیلي خبرې وشوې۔ دواړو مشرانو په خضدار کښې د آرمي پبلك سکول پیښه په سختو ټکو وغندله او هغه یې یوه قامي پېښه وګرځوله ۔ دوی د شهیدانو کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ څرګنده کړه او د دې عزم څبلے ئې كړي چې د هند په ملاتړ ترهه ګر به ډېر زر انجام سره مخ شي ۔ ګورنر فیصل کریم کنډي ووئیل چې هېواد ته دا مهال د یووالي او برداشت ته اړتیا ده۔









