
اسلام اباد 24 مئي (اے پي پي) د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږۍ وزارت ویاند وئیلي دي چې د 1446 هجري قمري کال د ذوالحجه میاشت د سپوږمۍ لیدلو لپاره به د مرکزي رویت هلال کمېټې غونډه په 27 مئي د نهې په ورځ د اسلام اباد په کوهسار بلاك كښې د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږۍ وزارت كښې كيږي ۔دغسې د نورو زونل او ډستركټ کمېټو غونډې به هم په په خپلو سيمو كښې كيږي۔د مرکزي کمېټې غړي به په اسلام اباد کښې په دې غونډه کښې ګډون كوي او د زونل او ډسټركټ کمېټو غړي به په خپلو مرکزي دفترونو کښې په غونډو کښې ګډون كوي۔