د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د ټانك مشهور سیاسي او سماجي شخصیت حاجي عبدالحلیم خان وليدل

اسلام اباد 24 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره په اسلام اباد کښې د ټانك مشهور سیاسي او سماجي شخصیت حاجي عبدالحلیم خان ولیدل۔ ګورنر آفس جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال د ټانك په سياسي سیاسي صورتحال، د امن او امان په مسئله او د څښلو په پاكو او نورو چارو خبري اتري وشوي ۔حاجي عبدالحلیم ګورنر ته په ټانك کښې د نادرا، پاسپورټ، بے نظیر انکم سپورټ پروګرام او نورو وفاقي محكمو اړوندو ستونزو په اړه هم معلومات ورکړل۔ ګورنر فیصل کریم کنډي د ګڼو ستونزو د حل لپاره خپلو چارواکو ته هدايات جاري كړل۔