
کراچۍ 24 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاءالله تارړ د خالي په ورځ د مسلم لیګ (ن) پخوانۍ، نظریاتي او فعاله غړي ثمینه قاسم په جنازه کښې ګډون وکړ او اروښادي ته ئې پيرزوئېنې وړاندې كړي۔د اطلاعاتو وفاقي وزیر د جنازې د لمونځ نه پس د ارواښادي په قبر د ګلونو څادر وغوړلو ۔ ده د ارواښادي کورنۍ، د مسلم لیګ (ن) سیمه ایزو مشرانو او کارمندانو سره ملااقت هم وكړو او هغوي سره ئې د ارواښادي بخښني فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع د خبرو په مهال د اطلاعاتو وفاقي وزیر ووئیل چې ثمینه قاسم د مسلم لیګ (ن) یوه باوقاره، نظریاتي او فعاله غړي وه ۔ ثمینه قاسم د ګوند لپاره په زړه پوري خدمات ترسره كړي ۔ ده ووئيل ارواښاده يوه هېواد سره مينه لرونكي پاكستانۍ وه، او د خپل مرګ څخه يو څو ساعته وړاندې ئې د بلوچستان په خضدار كښې د بس په پېښه كښې په سوشل ميډيا د افسوس څرګندونه كړي۔ ده ووئيل د ثمینه قاسم مړینه د ګوند لپاره یو لوئی زیان دے۔ د هغې په مړینه رامنځ ته شوی خلا به چري هم پوره نشي۔د اطلاعاتو وفاقي وزیر دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔