اسلام اباد 24 مئي (اے پي پي) د پاکستان د حج مشن د شکایتونو سيل په 3 مئي د جوړيدو نه پس 1,324 ترلاسه شویو ګيلو كښې د حج كونكو 722 ګيلو كاميابۍ سره آزاله كړي۔ د ګيلو، مانيټرنګ او ويجلنس كوآرډينيټر عبدالله زکریا د خالي په ورځ په مکه مکرمه کښې اے پي پي ته ووئیل چې 1,324 ترلاسه شویو ګيلو كښې د 722 آزاله شوي، 204 غلطي ثابتي …
حج 2025: د حج كونكو د 722 ګيلو آزاله شوي

مزید خبریں
اسلام اباد 24 مئي (اے پي پي) د پاکستان د حج مشن د شکایتونو سيل په 3 مئي د جوړيدو نه پس 1,324 ترلاسه شویو ګيلو كښې د حج كونكو 722 ګيلو كاميابۍ سره آزاله كړي۔ د ګيلو، مانيټرنګ او ويجلنس كوآرډينيټر عبدالله زکریا د خالي په ورځ په مکه مکرمه کښې اے پي پي ته ووئیل چې 1,324 ترلاسه شویو ګيلو كښې د 722 آزاله شوي، 204 غلطي ثابتي شوي او 30 نيغ په نيغه وزارت ته ليږلې شوي ۔ ده ووئيل زياتره ګيلي د خوراك ، استوګنې او ټرانسپورت په اړه وي ۔ ده ووئيل مونږ 24 ساعتونو كښې د ګيلو حل كولو میکانیزم لرو.” ده ووئيل د ګيلو د حل كچه 98 فيصده ده۔ د ګيلو د حاجیانو ګيلي په واټس ايپ ، پاك حج اپلیکیشن د لارې ترلاسه کیږي۔ ده ووئيل د پاك حج اپلیکیشن دوه ټول فري هيلپ لاینز (8002450028 او 8002450029) او د واټس ايپ لمبر (+923700037425 او +923700037427) استعمالوي دغسې چې د حج کونكو د ګيلو سمدستي آزاله وكړې شي۔










