صدر مملكت اصف علي زرداري نائله کیاني له د کنچن جنګا څوکې په سر کولو او لومړنۍ پاکستانۍ میرمنې په توګه په اعزاز ترلاسه كولو مبارکي وركړه

اسلام اباد 24 مئي (اے پی پی) صدر مملكت اصف علي زرداري د پاکستان غر سر كونكي نائله کیاني ته د کنچن جنګا څوکې په سر کولو او د لومړنۍ پاکستانۍ میرمنې په توګه اعزاز په ترلاسه كولو مبارکي وركولو سره ووئيل چې پاکستانۍ میرمنې صلاحيت لرونكي دي او په بېلا بېلو څانګو كښې خدمات ترسره كوي، او په غر ختلو کښې د پاکستانۍ میرمنو ګډون د خوشبينه دے ۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان كښې صدر مملكت آصف علي زرداري نائله کیاني ته د نړۍ دریمې لوړې څوکې په سر کولو او د پاکستان په نوم روښانه کولو پيرزوئنې وړاندې كړي ۔ ده ووئيل پاکستانۍ میرمنې صلاحيت لرونكي دي او په بېلابېلو څانګو كښې خذمات ترسره كوي ۔صدر مملكت زیاته کړه چې په غر ختلو کښې د میرمنو ګډون خوشبينه دے۔صدر مملكت اصف علي زرداري د نائله کیاني سباؤن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔