د پاکستان معاشي پرمختګ لپاره مالياتي، د محصولاتو او پيداواري پاليسۍ بايد يو بل سره سمون ولري۔ د وزيراعظم شهباز شريف د برتانيه اقتصادي ماهر پروفيسر ډاکټر سټيفن ډرکن سره خبرې

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې كاروبار ته وده وركولو لپاره په ټولو پاليسو كښې توازن بې حد ضروري دے، د پاکستان معاشي پرمختګ لپاره مالياتي پاليسۍ، د محصولات پاليسۍ او پيداواري پاليسۍ بايد يو بل سره سمون ولري۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د برتانيه اقتصادي ماهر پروفيسر ډاکټر سټيفن ډرکن ليدلي۔ وزيراعظم ووئيل چې په تېرو دورونو كښې د پاكستان د څيزونو په نړۍ كښې ډېره غوښتنه وه او د پاكستان شمېر به په برامدي هېوادونو كښې كېدو، مونږ يو ځل بيا پاكستان ھغه مقام ته رسول غواړو٬ دې لپاره په معيشت كښې داسې اصلاحات پكار دي چې ورسره نظام بيا د برآمدي ترقۍ په لور روان شي۔ پروفيسر ډاکټر سټيفن ډرکن د حکومتي د معاشي پاليسي د درست سمت او اصلاحات ستائنه وكړه٬ د بهرنو سرمايه كارو د پاكستان په اړه د مثبت رجحاناتو ذكر كولو سره ده په ټېرف كښې د ريشنلائزيشن پاليسۍ ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيران سېنېټر اورنګزيب، احسن اقبال، احد خان چيمه، اويس خان لغاري، علي پرويز ملك او د اړوند ادارو لوړ پوري موجود وو۔