هند په اوسنيو بريدونو كښې د پاكستان ښاريزې سيمې په نخښه كولو سره د نړيوال قانون سخته خلاف ورزي وكړه: عاصم افتخار احمد

ملګري ملتونه ۔23 مئی(اے پی پی) هندي پوځ د وګړو د تحفظ د نړيوالو بشري حقونو د قانون لاندې خپلو ذمه وارو څخه سرغړونه كولو سره د پاكستان په ضد د خپل اوسني جارحيت په مهال د پاكستان ښاريزو سيمو كښې كورونه او جوماتونه په نخښه كړل او د هند په مقابله كښې د پاكستان ځواب مسؤولانه ؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې په مسلح تصادم كښې د وګړو تحفظ په سرخط د بحث غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده 15 كسيزه كونسل ته ووئيل چې د 6 او 10 مئی په شپه هند د بې بنسټه تورونو په بنياد د پاكستان په ضد ښكاره جارحيت كولو سره توغنديز او ډرونيز بريدونه وكړل۔ ده ووئيل هند د بمونو د لارې ښاريزې سيمې په قصد سره په نخښه كړې چې په نتيجه كښې يۍ د 7 مېرمنو او 15 كوچنيانو په شمول 40 وګړي مړه او 121 ژوبل شول۔ په كومو كښې چې 10 مېرمنې او 27 كوچنيان هم شامل دي۔ ده ووئيل د هند په مقابله كښې د پاكستان ځواب مناسب ؤ٬ پاكستان يوازې پوځي تنصيبات هدف جوړ كړل۔ سفیر عاصم افتخار احمد ووئيل چې په نړيواله كچه 120 څخه زياتو وسله والو شخړو سره ٬ نړۍ په كورونو ٬ روغتونونو ٬ سكولونو ٬ د اوبو په نظام او د بشري خواخوږۍ په كارمندانو مخ په زياتېدونكي بريدونه ويني۔ غزه څخه تر كشمير ٬ د سوډان كېمپونو څخه د هيټي سړكونو پورې عامو وګړو ته زيان ورسولے شو۔ ده ووئيل په كشمير كښې 9 لکه څخه زيات هندوستانې پوځ د كشميري وګړو په ضد خپل طاقت په بې درېغه ډول كاروي۔ ده ووئيل د جمو و کشمیر وګړي د خپلواكۍ خپل حق ته سترګې په لاره دي۔ ده ووئيل په غزہ كښې 20 لکه څخه زيات كسان بې كوره شوي دي۔ 53 زره څخه زيات شهيدان او يو لك 21 زره ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل په غزه كښې د روغتيا آسانۍ 300 څخه زيات ځله په نخښه كړې شوي دي۔ ده په سلامتي كونسل زور راوړو چې هغه دې ددې بشري تباهۍ ځواب وركړي۔پاكستاني سفير ووئيل چې يوازې په كال 2024 كښې 280 ملین څخه زيات وګړي د خوراك سخت كمي سره مخ پاتې شول۔ ده ووئيل په كال 2024 د ملګرو ملتونو په اهلكارو او د بشري حقونو په كارمندانو كښې تر ټولو زيات هلاكتونه ريكارډ كړې شول۔ ده ووئيل تېر كال د 53 خبريالانو د وژل كېدو اطلاعات ترلاسه شوي۔ پاکستانی سفیر ووئيل چې مونږ ټول هېوادونه بايد دې غړو هېوادونو سره په ګډه كار كولو له چمتؤ پاتې شوو دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې كوم كوچنې ٬ مور ٬ يا كوم وګړې په شخړه كښې د خپل ژوند قيمت ادا نه كړي