پاكستان د هندي جارحيت بشپړه ځواب وركړے٬ كورنې اتحاد د وخت ضرورت دے۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې هند د 6 او 7 مئي په مهال چې كوم جارحيت كړے٬ د پاكستان فضائيه يۍ بشپړه او موثر ځواب وركړے۔ د جمعې په ورځ د سينيټ په غونډه كښې ده انكشاف وكړو چې په 9 او 10 مئي هند د پاكستان ايئر بېسز په نخښه كړل٬د دې نه پس پاكستان يو ځل بيا د …

اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې هند د 6 او 7 مئي په مهال چې كوم جارحيت كړے٬ د پاكستان فضائيه يۍ بشپړه او موثر ځواب وركړے۔ د جمعې په ورځ د سينيټ په غونډه كښې ده انكشاف وكړو چې په 9 او 10 مئي هند د پاكستان ايئر بېسز په نخښه كړل٬د دې نه پس پاكستان يو ځل بيا د جارحيت بشپړه ځواب وركړو۔ طارق چوهدري ووئيل چې د پاكستان لخوا ښكاره او مضبوط ردعمل هند په سيز فائر مجبور كړو٬ خو دا يوازې ډزبندي ده٬جنګ بندي نه ده۔صورتحال اوس هم حساس دے او مونږ له به ويخ پاتې كيدل وي۔ده په دې خبره زور راوړو چې سياسي او داخلي اختلافات پخپل ځاې٬ خو قامي سلامتيا او خپلواكۍ لپاره به مونږ له يو موټې كېدل وي۔

مزید خبریں