اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي چې پاكستان به ډبليو ايچ او ختيز بحيره روم سره روانه مرسته لا مستحكمه كړي۔ ده دا خبره د روغتيا نړيوالې ادارې د ختيز بحيره روم ريجنل ډائريكټر سره ملاقات كښې وكړه۔ د قامي روغتيا وزارت لخوا د جاري شو بيان له مخې په ملاقات كښې په سيمه ايزه كچه د روغتيا په ترجيحات او چېلنجز د خيالاتو څرګندونه …
پاكستان به ډبليو ايچ او ختيز بحيره روم سره روانه مرسته لا مستحكمه كړي: د روغتيا وفاقي وزير د روغتيا نړيوالې ادارې د ختيز بحيره روم ريجنل ډائريكټر سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي چې پاكستان به ډبليو ايچ او ختيز بحيره روم سره روانه مرسته لا مستحكمه كړي۔ ده دا خبره د روغتيا نړيوالې ادارې د ختيز بحيره روم ريجنل ډائريكټر سره ملاقات كښې وكړه۔ د قامي روغتيا وزارت لخوا د جاري شو بيان له مخې په ملاقات كښې په سيمه ايزه كچه د روغتيا په ترجيحات او چېلنجز د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو اړخونو د روغتيا څانګې په عصري بنيادونو ادرولو له نزدې همكارۍ ته پراختيا وركولو ٬ فعاله رېګوليټري فريم ورك٬ ټېلي مېډېسن٬ مصنوعي ذهانت او نورې عصري ټېكنالوجۍ ته په وده وركولو اتفاق وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل د روغتيا په څانګه كښې د ډبليو ايچ خذمات د ستائنې وړ دي۔ پاكستان د نړيوالو ادارو په مرسته د قومي روغتيا نظام د لا ښه كولو عزم لري۔ ده ووئيل چې دا ملاقات به د سباؤن د مضبوطې همكارۍ يوه مهمه كړۍ ثابت شي۔ ډاكټر حنان بلخي د روغتيا په څانګه كښې د پاكستان هڅې وستائېلې او د بشپړه مرسته باور يۍ وركړو










