اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی)سېنېټر فوزيه ارشد د سېنېټ په غونډه كښې د اعتراض په نكته د خيالاتو څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د اوبو سخت كمې اولس لپاره يوه سنګينه مسئله جوړه شوې۔ دې ووئيل چې سي ډي اے وګړو ته د اوبو رسولو كښې په بشپړه توګه ناكامه شوې ده۔ سېنېټر فوزيه ارشد ووئيل چې د ډيم څخه تر اسلام آباد راتلونكې …
سي ډي اے ته دې وفاقي پلازمينه كښې د اوبو رسنه باوري كولو امر وكړے شي: سينيټر فوزيه ارشد

مزید خبریں
اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی)سېنېټر فوزيه ارشد د سېنېټ په غونډه كښې د اعتراض په نكته د خيالاتو څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د اوبو سخت كمې اولس لپاره يوه سنګينه مسئله جوړه شوې۔ دې ووئيل چې سي ډي اے وګړو ته د اوبو رسولو كښې په بشپړه توګه ناكامه شوې ده۔ سېنېټر فوزيه ارشد ووئيل چې د ډيم څخه تر اسلام آباد راتلونكې اوبه تقريبا 40 فيصده غلا كيږي٬ د دې ذمه واري په اړوندو ادارو راځي۔ دې غوشتنه وكړه چې كېپټل ډوېلپمنټ اتهارټي(سي ډي اے) ته دې په سمدستي توګه احكامات جاري كړی شي دغسې چې هغه خپله بنيادي ذمه واري ترسره كولو سره د اوبو رسول باوري كړي۔پريذائيډنګ افسر د معاملې سنګيني په نظر كښې نيولو سره دا د سېنېټ داخله قائمه كمېټۍ ته وسپارله دغسې چې بشپړه پلټنې او مناسب اقدامات وكړې شي۔ سېنېټر فوزيه ارشد په دې خبره زور راوړو چې د وګړو د بنيادي حقونو تحفظ بايد د رياست وړومبۍ ترجيح وي او د اوبو په څير د بنيادي آسانۍ نشتون يوه د فكر وړ مسئله ده










