د آئي ايم ايف پروګرام سره به په هيواد كښې معاشي پرمختګ وده ومومي: صدر مملكت آصف علي زرداري

اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علی زرداري ویلي دي چې آئي اېم اېف د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي او پاکستان لپاره د آئي اېم اېف پروګرام سره به په هېواد کښې اقتصادي پرمختګ وده ومومي۔ صدر مملكت ددې خيالاتو څرګندونه د نړیوال مالياتي ادارې د یو پلاوي سره د خبرو په مهال وکړه چې د جمعې په ورځ یې په ایوان صدر کښې ورسره ملاقات كولو۔ د ایوان صدر د پرېس ونګ له مخې په ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزیر سېنېټر اورنګزیب، سېنېټر سلیم مانډوی والا او نور لوړپوړي چارواکي هم موجود وو۔ په ملاقات كښې د پاکستان په اقتصادي وضعیت او د آئي اېم اېف په روان پروګرام خبرې وشوې۔ په دغه موقع صدلر مملكت وویل چې د آئي اېم اېف پروګرام د پاکستان په اقتصادي ثبات کښې مرسته کړې او د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کښې يۍ د آئي اېم اېف رول وستائلو۔ پلاوي په پاکستان كښې په شوو اقتصادي اصلاحاتو او د نړیوالې مالياتي ادارې په پروګرام د اطمينان څرګندونه وكړه۔ پلاوي وویل چې د نړیوال مالياتي ادارې پروګرام د پاکستان لپاره په سمه لاره روان دے، او دے سره په پاكستان كښی په افراط زر ٬ د زر مبادله په پنګو او مالياتي خساره كښې ثبات رامخې ته كولو كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ صدر مملكت پاكستان سره په مرسته كولو د نړيوالې مالياتي ادارې مننه وكړه او د د معيشست بهترۍ لپاره يۍ د خزانې وزارت او دې سره د پېوستې ډلې د اقداماتو ستائنه وكړه۔