د وزیر اعظم شهباز شریف د چین په غيزو ایالت کښې د ځمکې د ښوییدو له امله د قیمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد څرګندونه

اسلام آباد- 23 مئي (اے پي پي) وزیر اعظم شهباز شریف د چین په ګيزو ایالت کښې د ځمکې د ښوییدو له امله د قیمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ په “اېکس” خپل پېغام کښې وزیر اعظم د ځمکې د ښوییدو له امله اغېزمن شوو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې پاکستان په دې سخت وخت کښې د چین حکومت او اولس سره خپل پېوستون او يووالي ښكاره كوي۔ وزیر اعظم زیاته کړه چې مونږ د بې دركه كسانو خوندي بېرته موندلو لپاره لاس په دعا يوو۔