پېنډۍ 22 مئي (اے پي پي) د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د كوركمانډر 270 كنفرنس د زيارت په ورځ په جي اېچ پېنډۍ كښې شوې چې پكښې سلامتيا ته رامخې ته د كورنيو او بهرنيو چېلنجز او د مجموعي امنيتي وضعې تفصيلي جاج اخستې شوې٬ فورم د "معرکه حق" د يو اهم او پرېكنده پړاٶ آپريشن بنيان مرصوص کاميابۍ سره د بشپړېدو ستائنه وكړه٬ کنفرنس كښې …
د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د كوركمانډر 270 كنفرنس٬ سلامتيا ته رامخې ته د كورنيو او بهرنيو چېلنجز او د مجموعي امنيتي وضعې تفصيلي جاج واخستې شو

مزید خبریں
پېنډۍ 22 مئي (اے پي پي) د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د كوركمانډر 270 كنفرنس د زيارت په ورځ په جي اېچ پېنډۍ كښې شوې چې پكښې سلامتيا ته رامخې ته د كورنيو او بهرنيو چېلنجز او د مجموعي امنيتي وضعې تفصيلي جاج اخستې شوې٬ فورم د “معرکه حق” د يو اهم او پرېكنده پړاٶ آپريشن بنيان مرصوص کاميابۍ سره د بشپړېدو ستائنه وكړه٬ کنفرنس كښې د آپريشن بنيان مرصوص او په ضلع خضدار كښې د ترهګرۍ بريدونو شهيدانو بخښنې لپاره فاتحه خواني هم وشوه٬ د كفنرنس ګډون كوٶنكو ووئيل چې په خضدار كښې دا ظلم د هند په ملاتړ پراكسي ډلو لخوا ترسره شوې٬ د ترهګرۍ په پېښه كښې څلور ماشومان او دوه بې ګناه وګړي شهيدان شوي٬ فورم د دې عزم پخلې وكړو چې د شهيدانو وينه به عبث نه ځي، د پاکستان د اولس تحفظ به د وسله والو ځواكونو وړومبۍ ترجيح وي٬ فيلډ مارشل د پاکستان اولس غېر متزلزل ملاتړ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د پاکستان اولس زمونږ طاقت دے٬ د بهرني يرغل٬ ترهګرۍ او د انتها پسندۍ په ضد په مشتركه هلو ځلو كښې د اولس د اعتماد له مخې د كار كولو عزم لرو۔ فورم ووئيل بې ګناه وګړي او كوچنيان قصداً په نښه كول د انسانيت د بنيادي اصولو څخه سرغړونه ده، دا عمل د نړيوال قوانينو څخه هم سرغړونه او د غندنې وړ دے٬ فورم سلامتيا ته رامخې ته د كورنيو او بهرنيو چېلنجز او د مجموعي امنيتي وضعې تفصيلي جاج واخستو۔ فورم د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د جاري سپېځلې هلو ځلو او د كشميريانو د سفارتي، سياسي او اخلاقي حمايت له د غېر متزلزل عزم پخلے وكړو










