مظفرآباد۔22مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې هند څخه مو د كال 1971 بدل اغستے دے٬ مودي سركار به اوس په پاكستان له بريد كولو څخه وړاندې سل وارې سوچ كوي٬ پاكستان په روايتي جنګ كښې خپله بريا ثابته كړه ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي اوس به تر قيامت ورځې نيوكليئر وسلې كارولو ته حاجت رانشي٬ دا په اوسني تاريخ كښې تر ټولو لنډ جنګ ؤ۔ …
پاكستان په روايتي جنګ كښې خپله بريا ثابته كړه ٬ مودي سركار به اوس په پاكستان بريد كولو څخه وړاندې سل وارې سوچ كوي٬ كه پاك پروردرګار ته منظور وي تر قيامت ورځې به نيوكليئر وسلې كارولو ته حاجت رانشي: د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته خطاب

مزید خبریں
مظفرآباد۔22مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې هند څخه مو د كال 1971 بدل اغستے دے٬ مودي سركار به اوس په پاكستان له بريد كولو څخه وړاندې سل وارې سوچ كوي٬ پاكستان په روايتي جنګ كښې خپله بريا ثابته كړه ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي اوس به تر قيامت ورځې نيوكليئر وسلې كارولو ته حاجت رانشي٬ دا په اوسني تاريخ كښې تر ټولو لنډ جنګ ؤ۔ په راتلونكي وخت كښې به دښمن پاكستان ته په خيرينه سترګه د كتلو جراﺀت ونكړے شي٬ د پاك پوځ شهيدانو او اولس په خپله وينه نوے تاريخ رقم كړو٬ وخت راغلے دے چې قام اتحاد او اتفاق سره د معاشي قوت جوړېدو سفر هم ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د معركه حق په مهال په آزاد كشمير كښې د شهيد شوو وګړو وارثانو ته د مرستې چېكونو وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل څو ورځې وړاندې هند پهلګام پېښه بنياد جوړولو سره په پاكستان بې بنسټه تورونه ولګول۔ وزيراعظم ووئيل ما په كاكول كښې د خپل خطاب په مهال اعلان وكړو چې پاكستان د دغه پېَښې بې پرې پلټنيو له چمتؤ دے خو هند د پاكستان پېشكش مسترد كولو سره په پاكستان بريد وكړو۔ چې په نتيجه كښې يۍ بهاولپور، آزاد کشمیر او د هېواد په نورو سيمو كښی 33 كسان مړه او 55 ژوبل شول۔ پاكستان د هندي جارحيت خله ماتې ځواب وركړو۔ خو زمونږ وسله والو ځواكونو شهري آبادي نه بلكې 6 هندي الوتكې په نخښه كولو سره نسكورې كړې په كومو چې هغوي ناز كولو۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان چې كومې 6 الوتكې نسكورې كړې وې او هندي تنصيباتو ته يۍ زيان رسولے ؤ هغه يۍ په خپله دفاع كښې كړي وو۔ ده ووئيل د 9 مئي په شپه مونږ د مناسب بريد كولو پرېكړه وكړه او د 10 مئي په سهار سپه سالار ماسره خبرې وكړې ٬ هغه ووئيل هند په نورخان ایئربیس او نورو ځايونو بريد كړے دے۔ هغه دښمن ته د څپېړې وركولو اجازه وغوښتله۔ د پاكستان لخوا د بريد په نتيجه كښې د پټھان کوټ په شمول د دښمن هر يو ایئربېس زمونږ د الوتكو او توغندو په رېنج كښې ؤ۔ سهار 9 بجې ما سره سپه سالار بيا رابطه وكړه چې هند سيز فائر يعنې ماتې منلو له چمتؤ دے۔ وزیراعظم ووئيل مودي به بيا بريد كولو څخه وړاندې سل وارې سوچ كوي۔ ده ووئيل د 24 كروړه اولس په دعاګانو مونږ فتح ترلاسه كړه۔ ده ووئيل اوس به دا هېواد په ګډه معاشي قوت جوړول وي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان به د كشميري وګړو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده ووئيل زه نن دا پېغام وركوم چې هغه ورځ به كه پاك پروردګار ته منظور وي ضرور راشي په كومه ورځ به چې كشميري اولس ته خپل حق ترلاسه شي او كشمير به پاكستان جوړ شي۔ د مرستې پېكج ذكر كولو سره وزیراعظم ووئيل د شهید شوو وګړو وارثانو ته يو كروړ روپۍ او ژوبل شوو ته 10 لكه څخه تر 20 لكه روپو چېك وركړې شوې دي۔ او كوم چې پاتې دي هغوي ته به ډېر زر دا رقم وركړے شي۔ د پاك پوځ شهيدانو ته به د رېنك حساب سره يو كروړ روپۍ څخه تر يو كروړ 80 لكه روپو وركولې شي۔ د شهيدانو وارثانو ته به د كور آسانۍ لپاره د عهدې حساب سره يو كروړ 90 لکه څخه تر 4 کروړه 20 لكه روپو وركولې شي۔ شهيدانو ته به د ريټائرمنټ مودې پورې ټوله تنخا سره د الائونسونو وركولې شي۔ د شهيدانو ماشومانو ته به تر ګرېجوېشن وېړيا تعليم وركولے شي۔ د لونړو واده لپاره به 10 لکه روپۍ د مېرج ګرانټ په توګه وركولې شي۔ د پاك پوځ ژوبل شوو له به 20 څخه تر 50 لکه روپۍ وركولې شي۔ دستورې ته د آزاد کشمیر وزیراعظم چوهدری انوار الحق هم خطاب وكړو۔ ده ووئيل هند يو مكار دښمن دے خو هغه به بيا د جارحيت جراﺀت نه كوي۔ وفاقی وزیر امیر مقام دستورې ته خطاب كښې ووئيل ټول قام يو موټې كېدو سره د مكار دښمن د جارحيت مقابله وكړه۔ پاك پوځ د جارحيت خله ماتې ځواب وركړو۔ ده ووئيل د هندي جارحيت له امله كورونو ته د رسېدلي زيان به ازاله كولې شي










