د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د تل پاتي پرمختګ هدفونو په اچيومنټ پروګرام د سټيئرنګ کميټۍ 45مه غونډه

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د تل پاتي پرمختګ هدفونو په اچيومنټ پروګرام د سټيئرنګ کميټۍ 45مه غونډه د زيارت په ورځ شوې۔ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د برېښنا، تجارت، مذهبي چارو او د سائنس و ټيکنالوجۍ وزيرانو پشمول اهمو شراكتدارو٬ د وزيراعظم خاص مرستيال محمد طارق باجوه، …

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د تل پاتي پرمختګ هدفونو په اچيومنټ پروګرام د سټيئرنګ کميټۍ 45مه غونډه د زيارت په ورځ شوې۔ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د برېښنا، تجارت، مذهبي چارو او د سائنس و ټيکنالوجۍ وزيرانو پشمول اهمو شراكتدارو٬ د وزيراعظم خاص مرستيال محمد طارق باجوه، وفاقي سيکرټريز، د قامي اسمبلۍ غړو او د صوبائي حكومت چارواكو ګډون كړې۔ نائب وزيراعظم په دې موقع د اساسي پرمختيائي بنيادي ډهانچې منصوبو رامخې ته كولو كښې د ځائي كميونټيز د شاملولو په اهميت زور راوړو۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې غېر مختص كړې شوې فنډز به وسپارلې شي او عملدرامد كوٶنكو ادارو ته هدايت وشو چې ھغوي دې مختص فنډز په موثره او ذمه واره توګه استعمال كړي۔

مزید خبریں