نړيوال بنك د پاكستان په پرمختګ كښې د يو مهم شراكتدار په توګه كليدي كردار لوبولے دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د نړيوال بنك پلاوي سره خبرې

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې نړيوال بنك د پاكستان په پرمختګ كښې د يو مهم شراكتدار په توګه كليدي كردار لوبولے دے٬ د نړيوال بنك لخوا کنټري پارټنر شپ چې په سبب به ېې په پاكستان كښې د 20 اربه ډالرو نه زيات پرمختيائي سرمايه كاري كېږي٬ لپاره د نړيوال بنك مننه كوٶ۔ د دې خَيالاتو څرګندونه ده د نړيوال بنك پلاوي …

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې نړيوال بنك د پاكستان په پرمختګ كښې د يو مهم شراكتدار په توګه كليدي كردار لوبولے دے٬ د نړيوال بنك لخوا کنټري پارټنر شپ چې په سبب به ېې په پاكستان كښې د 20 اربه ډالرو نه زيات پرمختيائي سرمايه كاري كېږي٬ لپاره د نړيوال بنك مننه كوٶ۔ د دې خَيالاتو څرګندونه ده د نړيوال بنك پلاوي سره كړې چا چې د زيارت په ورځ د منجنګ ډائريکټر آپريشنز اينا بيئرډه (Anna Bjerde) په مشرۍ كښې دوي سره ليدلي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل چې نړيوال بنك د پاكستان په پرمختګ كښې د يو اهم شراكتدار په توګه كليدي كردار لوبولے دے٬ د نړيوال بېنك لخوا کنټري پارټنر شپ چې په سبب به ېې په پاكستان كښې د 20 اربه ډالرو نه زيات پرمختيائي سرمايه كاري كېږي٬ لپاره د نړيوال بنك مننه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د نړيوال بنك د پرمختيائي سرمايه كارۍ ثمرات ترلاسه كولو لپاره عملي اقدامات باوري كوي، په كال 2022 كښې په پاکستان كښې د سېلاب له امله د لكهونو په شمېر كسانو روزګار او املاك متاثر شوي٬ په دغه سېلاب كښې نړيوال بنك د سېلاب ځپليو مرسته كړې۔ د نړيوال بنك منيجنګ ډائريکټر آپريشنز په مېلمستيا د وزيراعظم مننه وكړه۔ دې ووئيل نړيوال بنك د ځائي اولس ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د حكومت او نړيوال بنك ګروپ ترمېنجه تاريخي شراكتدارۍ ته په درنه سترګه ګوري، د پاکستان او نړيوال بنك ترمېنځه د شراکت دارۍ مضبوطيا او کنټري پارټنرشپ پروګرام لپاره په موثره كردار لوبولو د وزيراعظم په خاص توګه مننه كوٶ۔ دې ووئيل د پاكستان په معاشي څانګه كښې په دې وروستيو كښې كاركردګي او استحكام مثالي دے٬ پاکستان ميکرو اکنامك استحکام لپاره په زړه پورې اقداماتو سره ناممكن ممكن كړے دے۔ دې ووئيل د پاكستان او نړيوال بنك ترمېنځه د کنټري پارټنر شپ په زړه پورې نتيجو لپاره د مرستې په جاري ساتلو كښې خوښي لرو۔ دې ووئيل د وزيراعظم د غوره او فعاله قيادت له امله کنټري پارټنر شپ فريم ورك په نړۍ كښې د پاکستان ماډل په نوم منسوب كېږي۔ په ملاقات كښې په پاکستان كښې د نړيوال بنك کنټري ډائريکټر ناجے بينحسين نه علاوه وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، شزه فاطمه خواجه، د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر توقير شاه، سينيټر شيري رحمن، د قامي اسمبلۍ غړې ډاکټر نفيسه شاه او د اړوند چارواكو هم ګډون كولو۔

مزید خبریں