اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د سمندر پورې انوېسټرز چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري د اوسنۍ سروے نتيجې خوشبينې ګرځولو سره وئېلي دي چې دې څخه د پاكستان په معيشت د سرمايه كارو د باور عكاسي كېږي٬ د سروے نتيجې د استحكام پلو روان سفر په ډاګه كوي٬ حكومت د نجي څانګې د پرمختګ او د اوږدې مودې معاشي استحكام عزم …
د او آئي سي سي آئي د اوسنۍ سروے نتيجې خوشبينې دي٬دې څخه د پاكستان په معيشت د سرمايه كارو د باور عكاسي كيږي٬حكومت د نجي څانګې د پرمختګ او د اوږدې مودې معاشي استحكام عزم لري: د خزانې وزير اورنګزيب

مزید خبریں
اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د سمندر پورې انوېسټرز چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري د اوسنۍ سروے نتيجې خوشبينې ګرځولو سره وئېلي دي چې دې څخه د پاكستان په معيشت د سرمايه كارو د باور عكاسي كېږي٬ د سروے نتيجې د استحكام پلو روان سفر په ډاګه كوي٬ حكومت د نجي څانګې د پرمختګ او د اوږدې مودې معاشي استحكام عزم لري۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د سمندر پورې انويسټرز چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري صدر يوسف حسېن كوله۔ په ملاقات كښې د او آئي سي سي آئي بزنس كانفيډنس انډيكس سروے-ويو 27 په اوسنو نتيجو د خيالاتو څرګندونه وشوه كومه چې په مارچ او اپرېل 2025 كښې په ټول هېواد كښې وكړې شوه۔ د خزانې وزير په كاروباري جذباتو كښې د مثبت رجحان هركلي كولو سره ووئېل چې دا د پاكستاني معيشت د استحكام پلو زيات شوې سفر څرګندونه ده۔ ده سرمايه كارۍ لپاره د سازګار ماحول برقرار ساتلو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل چې حكومت د نجي څانګې د پرمختګ او د اوږدې مودې معاشي استحكام عزم لري۔ د او آئي سي سي آئي صدر يوسف حسين ووئيل چې تېرو دوه كلونو كښې كاروباري باور كښې پرله پسې ښه والې راغلې او اوسنۍ اضافه د دې خبرې ثبوت دے چې د پاكستان كاروباري طبقه په سباؤن كښې د پرمختګ امكاناتو هيله لري۔ د خزانې وزير باور وركړو چې حكومت به د دې مثبت رجحان په ځاې ساتلو لپاره ټول ضروري اقدامات جاري ساتي۔ پالېسۍ كښې تسلسل٬شفافيت او د او آئي سي سي آئي غړو اسټيك هولډرز سره فعاله رابه د حكومت حكمت عملۍ مهمه برخه ده دغسې چې د سرمايه كارو باور لا مستحكم شي او معيشت په مستحكم بنيادونو روان كړے شي۔










