ترهګري به په هر صورت ناكامۍ سره مخ كولې شي ٬ د قامي سلامتيا به كومه سودا نه كوو٬ د بېګناه ماشومانو په شهادت ټولو زيات غمجن دي: سينيټر شيري رحمان

اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) د پي پي پي لارښودې سېنېټر شيري رحمان وئيلي دي چې د پاكستان په خاوره به هر ډول ترهګري ناكامه كولې شي اود قامي سلامتيا به كومه سودا كولې نه شي٬ د بېګناه ماشومانو په شهادت مونږ ټول غمجن يوو٬ دا بريد يوازې په يو څو كورنيو نه بلكې د ټول قام په زړونو بريد دے۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې دې وويل هند په پاكستان كښې ترهګرۍ لپاره د بي اېل اے په څير ډلو له وسله وركوي٬ دا د رياستي ترهګرۍ په زمره كښې راځي او په دې اړه به مونږ باقاعده قرارداد منظور كړؤ۔ دې ووئيل بے نظیر بھټو هم د ترهګرۍ نخښه جوړه شوې وه ځكه دا مسئله د يو ګوند يا سيمې نه بلكې د ټول قام مسئله ده۔ شیری رحمان په ډاګه كړه چې په بلوچستان كښې ترهګري كوونكي سياسي خلك نه بلكې رياست دښمنه عناصر دي٬ سياسي اختلافات د ترهګرۍ د لارې ختمېدې نه شي۔ د دې وېنا وه چې پاكستان د ترهګرۍ په ضد يو شمېر آپرېشنز كړي دي او نن هم دا جنګ روان دے۔ دې ووئيل کلبھوشن یادیو كوم چې پاكستان نيولے ؤ هغه هم د ترهګرۍ د نېټ ورك برخه ؤ۔ دې ايوان ته ووئيل چې پاكستان د هند د لاس وهنې او ترهګرۍ شواهد لري او هند تر نن ورې د كوم هم تور ثبوت وړاندے نه كړے شو۔ دې ووئيل د 87 ساعتونو اوسني تاؤ تريخوالي په مهال هند عام وګړي په نخښه كړل۔ ددې په مقابله كښې پاكسان يوازې عسكري اهداف په نخښه كولو سره د خبلې اخلاقي برترۍ ثبوت وركړو۔ دې عزم څرګند كړو چې د پاكستان په خاوره به كوم هم ډول ترهګري ناكامه كولې شي اود قامي سلامتيا به هېڅ سودا كولې نه شي۔(