د سينيټ غونډه ٬ په خضدار پيښه د بحث له امله د پوښتنو دمه وځنډولې شوه

اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) د سېنېټ غونډه كښې د زيارت په ورځ د خضدار پېښې سنګيني او شدت نظر كښې نيولو سره د معمول له مخې كېدونكې د پوښتنو دمه وځنډولې شوه۔ سېنېټر آغا شاه زېب درانی په ايوان كښې تحريك وړاندے كړو چې په خضدار پېښه بشپړ بحث لپاره دې د پوښتنو دمه وځنډولې شي۔ سېنېټ دا تحريك په متفقه توګه منظور كړو۔ سېنېټر آغا شاه زېب درانی ووئيل چې په دې دړدېدلې پېښه بشپړ بحث او دې ته فوري پام ګرځول ضروري دي دغسې چې په سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخه ونيولې شي۔