
اسلام آباد 21مئی (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره شورو په ورځ كوئټې ته رسېدلې۔د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم و۔د كوئټې په هوائي مېدان د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د كابينې غړو سره د هغوي هركلے وكړو۔وزيراعظم شهباز شريف به په بلوچستان كښې د امن او امان په صورتحال او د خضدار اوسنۍ پیښې په تناظر كښې بريفنګ كښې ګډون كوي۔