د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په بنو کښې د سبزي منډۍ په پولیس پوسته د فتنه الخوارج ترهه ګرو برید وغندلو، په برید كښې شهيد شويو دوه پولیس اهلكارو ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام اباد 21 مئي (اې پي پي) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په بنو کښې د سبزي منډۍ په پولیس پوسته د فتنه الخوارج ترهه ګرو برید غندنه كړي ۔د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دې برید کښې شهيد شويو دوهپوليس اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړي او د غمجنو کورنیو سره یې غمرازي ښكاره كړي ۔ ده په خپل بیان کښې د ژوبل شوي پولیس افسر د زر …

اسلام اباد 21 مئي (اې پي پي) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په بنو کښې د سبزي منډۍ په پولیس پوسته د فتنه الخوارج ترهه ګرو برید غندنه كړي ۔د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دې برید کښې شهيد شويو دوهپوليس اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړي او د غمجنو کورنیو سره یې غمرازي ښكاره كړي ۔ ده په خپل بیان کښې د ژوبل شوي پولیس افسر د زر روغتیا لپاره دعا وکړه۔ ده ووئيل زموږ همدردۍ د شهیدانو کورنیو سره دي۔ ده ووئيل مونږ د شهیدو پولیسو افسرانو قربانیو ته سلام كوو۔د کورنیو چارو وزیر په ډاګه كړه چې د خېبر پښتونخوا پولیس د ترهه ګرۍ په ضد لوئ قربانۍ وركړې دي او د خیبرپښتونخوا پولیس د ترهه ګرۍ په ضد د وړومبي صف كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں