اسلام آباد 21مئی (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د هېواد معيشت كوټلې پرمختګ لپاره د تعميراتي څانګو پرمختګ مهم دے٬د كم لګښت استوګنو منصوبو د فنانسنګ سفارشات دې د بجټ تجاويز برخه وګرځولې شي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د كم لګښت رهائشي منصوبو لپاره د جوړ شوي ټاسك فورس …
د هېواد معيشت پرمختګ لپاره د تعميراتي څانګو پرمختګ مهم دے٬د كم لګښت استوګنې منصوبو د فنانسنګ سفارشات دې د بجټ تجاويز برخه وګرځولې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 21مئی (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د هېواد معيشت كوټلې پرمختګ لپاره د تعميراتي څانګو پرمختګ مهم دے٬د كم لګښت استوګنو منصوبو د فنانسنګ سفارشات دې د بجټ تجاويز برخه وګرځولې شي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د كم لګښت رهائشي منصوبو لپاره د جوړ شوي ټاسك فورس د جاج اخستو غونډه وشوه۔وزيراعظم غونډې ته په خپله وينا كښې ووئيل كم لګښت هاؤسنګ منصوبو سره د كورونو ترلاسه كېدو كښې آسانيو پیدا كولو ته حكومت پام لرنه كوي٬د كم لګښت هاؤسنګ منصوبو سره به نه يوازې عام وګړي ته آسانۍ ترلاسه شي بلكې د هېواد معيشت به پرمختګ وكړي او د روزګار موقعې به راپېدا شي۔ده سپارښتنه وكړه چې ټاسك فورس دې د خزانې وزارت او بانكونو سره په ګډه د كم لګښت رهائشي منصوبو فناسنګ په اړه سفارشات وړاندې كړي كوم به چې د بجټ تجاويز برخه جوړولې شي۔وزيراعظم ووئيل د هېواد معيشت كوټلې پرمختګ لپاره د تعميراتي څانګې پرمختګ لويې اهميت لري۔وزيراعظم د كم لګښت رهائشي منصوبو په اقدامات د پېشرفت څخه خبر كړے شو۔غونډې ته د ټاسك فورس د اړخه تعميراتي څانګې او په خاص توګه د رهائشي منصوبو پېل كولو په اړه تراوسه په شوي پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬احسن اقبال٬رياض حسين پيرزاده٬احد خان چيمه٬محمد اورنګزېب٬علي پروېز ملك او د اېف بي آر چيئرمېن او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔










