د سختو چېلنجونو باوجود مونږ د ستائنې وړ كاميابۍ ترلاسه كړې۔د روغتيا وفاقي وزير د ورلډ هېلت اسمبلۍ 78مې غونډې ته خطاب

جنيوا 21مئی (اے پی پی)د صحت وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي مونږ د روغتيا نړيوالې ادارې د روغتيا په وده كښې ځانګړي كردار ته پيرزوئنې وړاندې كوو٬پاكستان د روغتيا نړيوالې ادارې سره د روغتيا نړيوالې ايجنډې لپاره د خپل غېر متزلزل تړون پخلے كوي۔ د جنيوا ورلډ هېلت اسمبلۍ 78مې غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل د غړو هېوادونو او د بين الحكومتي مذاكراتي ادارې لخوا د نړيوالې …

جنيوا 21مئی (اے پی پی)د صحت وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي مونږ د روغتيا نړيوالې ادارې د روغتيا په وده كښې ځانګړي كردار ته پيرزوئنې وړاندې كوو٬پاكستان د روغتيا نړيوالې ادارې سره د روغتيا نړيوالې ايجنډې لپاره د خپل غېر متزلزل تړون پخلے كوي۔ د جنيوا ورلډ هېلت اسمبلۍ 78مې غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل د غړو هېوادونو او د بين الحكومتي مذاكراتي ادارې لخوا د نړيوالې وباﺀ په اړه لوظ نامې له هڅې ستائيو۔ده ووئيل د سختو چېلنجونو باوجود مونږ ځينې د ستائنې وړ كاميابۍ ترلاسه كړي چې پكښې د مور او زيږېدونكو ماشومانو مرګونو كښې كمے٬ د حفاظتي ټيكه جات كوريج كښې اضافه ٬ د ايچ آئي وي٬مليريا٬ډينګي او هيپاټائټس په ضد موثر اقدامات شامل دي٬ ده ووئېل د پوليو خاتمه مونږ وړومبې ترجيح ګڼو۔ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې به ډېر زر پاكستان پوليو فري هېواد جوړ كړو۔د روغتيا وفاقي وزير ووئېل د هند په جارحيت كښې د بې ګناه ماشومانو پشمول وګړي په نخښه كړے شوي ٬پاكستان هند له بشپړ ځواب وركړے۔ده ووئيل د فلسطين په ضد د اسرائيل د بريدونو بشپړه غندنه كوو٬ ده ووئېل د روغتونونو او طبي عملې د نخښه كولو سخته غندنه كوو٬نړيواله ورورولي دې د كروړونو خلكو ژوند په خطره كښې د اچولو په بابله هند ځواب وركونكے وګرځوي٬ ده ووئېل د هند لخوا اوبه د وسلې په توګه كارول پاكستان كښې د صحت عامه سباؤن لپاره لويه خطره ده۔

مزید خبریں