د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان بلوچستان كښې د سكول په بس د بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 21مئی (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان خضدار بلوچستان كښې د سكول په بس د بزدلانه بريد سخته غندنه كړې۔ ده د شورو په ورځ جاري بيان له مخې د تجارت وزير په دې بريد كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه او دا يې غېر انساني او د كركې وړ عمل وګرځولو ۔ده ووئيل بې ګناه زده كوونكي په نښه كول …

اسلام آباد 21مئی (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان خضدار بلوچستان كښې د سكول په بس د بزدلانه بريد سخته غندنه كړې۔ ده د شورو په ورځ جاري بيان له مخې د تجارت وزير په دې بريد كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه او دا يې غېر انساني او د كركې وړ عمل وګرځولو ۔ده ووئيل بې ګناه زده كوونكي په نښه كول يو سفاكانه جرم دے۔جام كمال خان د شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه وكړه او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه ۔ده ووئيل دا ډول ترهه ګر بريدونه د پاكستان قام او د امنيتي ادارو حوصلې كمزورې كولې نه شي۔

مزید خبریں