اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق خضدار بلوچستان كښې د آرمی پبلک سکول په بس د بريد سخته غندنه كولو سره په ځاني زيان د ډېر غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د شورو په ورځ خپل د غندنې بيان كښې ده د شهيدانو د كورنيو سره تعزیت او د خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ ده ووئېل ټول قام د دړد او غم په دې وخت …
د قامي اسمبلۍ سپيكر خضدار كښې د سکول په بس د بريد غنندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق خضدار بلوچستان كښې د آرمی پبلک سکول په بس د بريد سخته غندنه كولو سره په ځاني زيان د ډېر غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د شورو په ورځ خپل د غندنې بيان كښې ده د شهيدانو د كورنيو سره تعزیت او د خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ ده ووئېل ټول قام د دړد او غم په دې وخت كښې د شهیدو شوو مشاومانو كورنيو سره ولاړ دے ۔د بې ګناه ماشومانو په بس بريد ډېر بزدلانه او شرمناک دے، د كوم چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده ۔ ده ووئېل په بې ګناه ماشومانو بريد كوونكې درندګان د كوم مذهب او انسانیت سره هيڅ تعلق نه لري۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ په بزدلانه کارروائیو كښې ككړ عناصر به انجام ته رسولې شي ۔ د ترهه ګرۍ د دې کارروائۍ منصوبه ساز او مجرمان به ډېر زر د قانون سره مخ كړے شي ۔ دغسې سپیکر بريد كښې د ژوبل شوو زر ښه كېدو ، د شهيدانو درجو لوړېدو او د غم جنو كورنيو د نه راګرځېدونكې زيان زغملو لپاره د صبرِ دعا وكړه ۔










