د کشمیر مسئله د هند د اوسني جارحيت نه پس په وړومبي ځل په نړیواله کچه راپورته شوی، د کشمیر څخه د پام ګرځولو لپاره په خضدار کښې برید شوے ۔ قیصر احمد شیخ

اسلام اباد 21 مئي (اے پی پی)د سرمايه كارۍ وفاقي وزیر قیصر احمد شیخ وئیلي دي د هند اوسني جارحيت نه پس په وړومبي ځل د کشمیر مسئله په نړیواله کچه راپورته شوې او د دې څخه د پام اړولو لپاره په خضدار کښې برید شوے ۔ د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ کښې په خضدار کښې د ترهګرۍ په پیښه د بحث په مهال ده ووئيل د خضدار …

اسلام اباد 21 مئي (اے پی پی)د سرمايه كارۍ وفاقي وزیر قیصر احمد شیخ وئیلي دي د هند اوسني جارحيت نه پس په وړومبي ځل د کشمیر مسئله په نړیواله کچه راپورته شوې او د دې څخه د پام اړولو لپاره په خضدار کښې برید شوے ۔ د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ کښې په خضدار کښې د ترهګرۍ په پیښه د بحث په مهال ده ووئيل د خضدار پیښه د غندنې وړ ده۔ کله چې هند ماتې سره مخ شو او محسوس يې كړه چې سپکاوي سره مخ شوو، نو په خضدار کښې یې برید وکړو۔ ده ووئيل فیلډ مارشل عاصم منیر او ائیر چیف له مبارکي ورکوم چې د هند د جارحيت په مهال یې د ښې کارکردګۍ څرګندونه كړې ٬باید د پاکستان په هره ښار كښې د سرلښكر او وسله والو ځواکونو سره د يووالي څرګندونه اوشي ۔ ده ووئيل هند د پاکستان معيشت ته د زیان رسولو هڅي كوي ۔ نړۍ ته معلومه شوې چې د چین په وړاندې د هند د ادرېدو هڅې به كاميابه نشي۔

مزید خبریں