عمر ايوب خان خضدار كښې د سكول په بس د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه وكړه

اسلام آباد 21مئی (اے پی پی)قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان خضدار كښې د سكول په بس د ترهه ګرو د بزدلانه بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي د ترهه ګرو د سكول په بس په بې ګناه ماشومانو بريد په بلوچستان كښې د ناامنۍ خپرولو هڅه ده۔ترهه ګرو د سكول په بس بريد كولو سره د درندګۍ نوے مثال قائم كړے ۔د …

اسلام آباد 21مئی (اے پی پی)قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان خضدار كښې د سكول په بس د ترهه ګرو د بزدلانه بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي د ترهه ګرو د سكول په بس په بې ګناه ماشومانو بريد په بلوچستان كښې د ناامنۍ خپرولو هڅه ده۔ترهه ګرو د سكول په بس بريد كولو سره د درندګۍ نوے مثال قائم كړے ۔د اپوزېشن مشر خپل د غمرازۍ بيان كښې ترهه ګر بريد كښې د بې ګناه ماشومانو او استاذانو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل د د ذمه وارو سمدستي تعين كولو سره به هغوي ته سخته سزا وركولې شي۔دغسې د مخالفې ډلې مشر ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔

مزید خبریں