اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د سي پي سي د سياسي بيورو غړي او د جمهوريه چين خارجه وزير وانګ يي او د افغانستان عبوري خارجه وزير امير خان متقي د شورو په ورځ په بيجنګ كښې يو غير رسمي درې اړخيزه ملاقات کړے۔ د خارجه دفتر له مخې درې واړو خارجه وزيرانو سيمه ايزي سلامتيا او اقتصادي رابطو …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار، د چين خارجه وزير او افغانستان لنډمهاله خارجه وزير په بيجنګ كښې ملاقات، سيمه كښې استحکام او پرمختګ ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د سي پي سي د سياسي بيورو غړي او د جمهوريه چين خارجه وزير وانګ يي او د افغانستان عبوري خارجه وزير امير خان متقي د شورو په ورځ په بيجنګ كښې يو غير رسمي درې اړخيزه ملاقات کړے۔ د خارجه دفتر له مخې درې واړو خارجه وزيرانو سيمه ايزي سلامتيا او اقتصادي رابطو ته ودي وركولو لپاره يو مهم پليټ فارم په توګه د درې اړخيزه مرستې پخلے وكړو۔دوي سفارتي مصروفيات زياتولو ، مواصلات مستحکمولو او د شريكي سوكالۍ په زړه پوري محرکات په توګه تجارت ، انفراسټرکچر او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره په عملي اقدامات د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دوي د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو (بي آر آئي) مرستې لا زياتولو او د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پيک) ته تر افغانستان پراختيا وركولو ته اتفاق وكړو ۔درې واړو لارښودو د ترهه ګرۍ مقابله کولو او سيمه كښې استحکام او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره په شريك عزم زور راوړو۔دې خبري ته صلاح يوه شوه چې د درېو واړو خارجه وزيرانو 6مه غونډه به ډير زر په مناسبه نيټه په کابل كښې كېږي










