د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته مباركي وركړه

پېنډي 20 مئی(اے پی پی) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته په اعلٰی ترين رينك د فيلډ مارشل په ترقۍ مباركي وركړې ده ۔د آئي اېس پي آر له مخې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا د پاك پوځ د سرلښكر غېر معمولي قيادت٬بې مثاله عزم او قام لپاره د هغه شاندار خذمات وستائېل او په خاص توګه اوسنې كامياب آپرېشنز معركه حق او بنيان مرصوص كښې په غوره مشرۍ يې د هغه خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كړې