د قامي صحت وفاقي وزير مصطفٰی كمال د سعودي خپل هم منصب فهد عبدالرحمان الجلاجل سره ملاقات

اسلام آباد 20 مئی(اے پی پی)د قامي صحت وفاقي وزير مصطفٰی كمال د سعودي عرب خپل هم منصب فهد عبدالرحمان الجلاجل سره ملاقات كړے۔د سعودي وزير د خپل پاكستاني هم منصب په زړه پورې هركلے وكړو۔جاري بيان له مخې په دې موقع دوي ووئيل پاكستان او سعودي عرب تاريخي او ورورولۍ اړيكې لري۔دواړو وزيرانو د روغتيا په څانګه كښې تكنيكي مرسته او ودې پېشمول په بېلو چارو تفصيلي خبرې وكرې ۔مصطفې كمال ووئيل د پاكستان روغتيا څانګه كښې د سعودي عرب پرله پسې خذمات ته د قدر په سترګه ګورو۔دواړو وزيرانو د ويكسين جوړولو ٬ټيلي ميډيسن ته د ودې وركولو امكانات لټولو ته اتفاق وكړو ۔دغسې دواړه وزيران به د اولس خېرښېګړی لپاره په رابطه كښې وي۔دوي به د پوليو خاتمې لپاره شريكې مرستې ته لا ودې وركولو او د روغتيا په څانګه كښې ښه والي لپاره په ګډه هلې ځلې كوي ۔