وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير ته د فيلډ مارشل په ترقي مباركي وركړه

اسلام آباد 20 مئی(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير ته د فيلډ مارشل په ترقي ترلاسه كېدو مباركي وركولو سره وئېلي دي د معركه حق په مهال د پاك پوځ سرلښكر نه تر هر سپاهي د هېواد دفاع لپاره په بهادرۍ سره خپله وظيفه ترسره كړې او په پولو د دښمن د بريد يې بشپړ ځواب وركړے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل د پاك پوځ سرلښكر د معركه حق په مهال آپرېشن بنيان مرصوص كښې پخپلې مشرۍ او پيشه واره صلاحيتونو د دښمن ناوړه عزائم خاورې كړي۔جنرل سيد عاصم منير ته لويې څښتن بې مثاله خوبۍ وركړي٬آپرېشن بنيان مرصوص كاميابۍ كښې د هغه بهادري٬استقامت او دانشمندانه كردار ځانګړے ؤ۔ده ووئيل د پاك پوځ سرلښكر ته د هېواد دفاع لپاره د قدر وړ خذمات او د آپرېشن بنيان مرصوص د لارې په منطقه كښې د طاقت توازن قائمولو لپاره په اقدامات د فيلډ مارشل په چوكۍ ترقي وركړې شوې۔ده ووئيل د معركه حق په مهال د پاك پوځ په پولو د دښمن د بريد په بشپړ ځواب وركولو كښې هر عسكر د هېواد دفاع لپاره په بهادرۍ سره وظيفه ترسره كړې٬زما پشمول ټول قام فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د هغه په مشرۍ كښې په خپل بهادر پوځ غازيانو او شهيدانو او د هغوي په كورنيو وياړ لري