د فيلډ مارشل اعزاز په ترلاسه كيدو د پاك پروردګار شكر ادا كوم ٬ دا درناوے قام ٬ پاك پوځ او په خاص توګه سول او ملټري شهيدانو او غازيانو ته ډالۍ كوم٬ فيلډ مارشل عاصم منير

پېنډۍ ۔20مئی(اے پی پی) د پاك پوځ فيلډ مارشل عاصم منېر وئيلي دي د فيلډ مارشل اعزاز په ترلاسه كيدو د پاك پروردګار شكر ادا كوم ٬ دا درناوے ټول قام ٬ پاك پوځ او په خاص توګه سول او ملټري شهيدانو او غازيانو ته ډالۍ كوم۔ د آئي اېس پي آر له مخې فيلډ مارشل عاصم منېر وئيلي دي زه د صدر مملكت ٬ وزيراعظم او كابينې د باور مننه كوم٬ دا اعزاز د قام امانت دے ٬ د دې په ادا كولو دې په لكھونو عاصم قربان وي۔ ده ووئيل دا انفرادي نه بلكې پاك پوځ او ټول قام لپاره اعزاز دے۔ په دې مهال ده د قام هم مننه وكړه