د خېبر پښتونخوا كورنر سره د پي پي پي ډيره ډويژن سينئر نائب صدر په مشرۍ كښې څلور كسيزه پلاوي وليدل

پېښور 17 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پاکستان پيپلز ګوند ډيره ډويژن سينئر نائب صدر فتح شير خان محسود په مشرۍ كښې څلور كسيزه پلاوي د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ليدلي دي۔ ملاقات كښې په 26 مئي پېښور كښې د پي پي پي د سيوري لاندي صوبه بچاؤ مشن ترمخه احتجاجي مظاهرے او په دې كښې د عوامي شرکت په اړھ د خيالاتو څرګندونه شوي۔ ملاقات كښې ډيره اسماعيل خان، ټانك او وزيرستان ضلعو كښې د وفاقي محکمو په اړه په پرمختيائي پروژو او اولسي ګيلو آزالي سره سره د ګوند په تنظيمي چارو غور شوي۔