پېښور 16 مئي (اے پي پي) د فيډرل يوتھ پارلمان غونډه نن د مئي په 17 مه نيټه د خالي په ورځ رابللې شوې ده چې پكښې به د يوتھ وزيراعلي او د يوتھ سپيکر ټكنې كولې شي٬ په دې لړ كښې ملك بلال آياز کوآرډينيټر ټاكلے شوے او صوبائي اليکشن کميشن ملك سفيان افريدي هم اعلاميه جاري كړې ده۔ د يوتھ وزيراعلي چوكۍ لپاره په كانديدانو كښې ايډوکيټ زهيب خان، سېف الاسلام، عبدالله او مدثر افريدي او د يوتھ سپيکر چوكۍ لپاره په كانديدانو كښې شاکرالله، ديدار خان، فرمان خان او ازان السلام شامل دي۔