اسلاآباد ۔ 14 مئ (اے پي پي) د سپريم كورټ آئيني بنچ د فاټا او پاټا لپاره د سېلز ټېكس ايكټ بحال كولو سره د پیښور هائي كورټ لخوا د ياد شوي ايكټ د كالعدم ګرځولو پرېكړه معطل كړې ده۔ د فاټا او پاټا استوګنو لپاره د سېلز ټېكس جدول شپږم تر مخه استثنې په حقله د كېس اورېدنه د شورو په ورځ د جسټس امين الدين په مشرۍ كښې 5 كسيز بنچ وكړه ۔ د بنچ په نورو غړو كښې جسټس جمال مندوخېل ٬ جسټس علي مظهر ٬ جسټس سيد احسن اظهر رضوي او جسټس شاهد بلال حسن شامل وو۔د سماعت په مهال د پاكستان وناسپتي مينو فېكچر اېسوسي ايشن وكيل حافظ احسان كهوكهر ووئېل هائي كورټ د پارلمان د متبادل قانون جوړولو اختيار نه لري۔ عدالت د درخواست نه زيات ريليف وركړے ٬ پیښور هائي كورټ د خپل اختيار نه تجاوز كړے ۔ دغسې سپريم كورټ د هائي كورټ پرېكړه معطل كولو سره په پخوانۍ فاټا او پاټا كښې د سېلز ټېكس ترميمي ايكټ بيا بحال كړو او د ايسوسي ايشن په اپيل يې د امتناع حكم جاري كړو۔ آئيني بنچ فرېقېن ته د نوټس جاري كولو سره د اپيلونو سماعت تر نامعلومې مودې وځنډلو۔