
كوئټه 14 مئي (اے پي پي)د بلوچستان اعلٰی وزير مير سرفراز بګتي د اسمبلۍ غړي مير حاجي علي مدد جتك په قافله د بريد غندنه كولو سره وئېلي دي په اولسي مشرتابه بريد په اصل كښې د بلوچستان په امن وار دے٬د رياست دښمن عناصر به د عبرت نشان جوړولې شي او امن دښمن عناصرو په ضد به سخته او د نتيجې وړ كاروائي كولې شي۔د شورو په ورځ جاري شوي د غندنې په خپل بيان كښې ده ووئيل حاجي علي مدد جتك په قاقله بريد د غندنې وړ دے٬په اولسي مشرتابه بريد په اصل كشې د بلوچستان په امن وار دے٬دا ډول بزدلانه كاروائي زمونږ اجتماعي د قوت متزلزل كولې نه شي۔د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئيل اولس او ټاحكلے نمائنده د بشپړ تحفظ مستحق دي٬د رياست دښمن عناصر به د عبرت نشان جوړولې شي۔