ګورنر فيصل کريم کنډي سره د انجونو لوبغاړو ملاقات

پېښور 14 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د پخواني فټبالر شاهد شينواري په مشرۍ كښې د انجونو لوبغاړو پلاوي ملاقات كړے ٬ د پلاوي په غړو كښې د صوبې بېلا بېلو ضلعو سره تعلق لرونكو د هاكۍ٬ تايکوانډو، د باکسنګ لوبغاړو او د هغوي انسټرکټر او ريسرچ سکالرز شامل وو۔ په دې مهال انجونو ګورنر د خپلو مسئلو او د كاركردګۍ نه خبر كړو٬ ګورنر اړوندو چارواكو ته د دوي د مسئلو حل لپاره د اقدامات كولو امر وكړو۔ پلاوي سره په خبرو كښې ګورنر فېصل کريم کنډي ووئيل وويمن امپاورمنټ زمونږ د قائد شهيد بېنظير بھټو د وژن مهمه نقطه ده، چيئرمين بلاول بھټو زرداري په دې لړ كښې په هر فورم هڅې كوي۔ ګورنر د صوبې نامه روښانه كوٶنكو لوبغاړو له مباركي وركولو سره دوي د صوبې اتلانې وګرځولې ۔